د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د تسلیمېدو په درشل کې دی.
د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) د مشرانو په یوه مجازي غونډه کې کړې دي. راپور د دې ډلې د درېیو هېوادونو د چارواکو له قوله لیکي چې ټرمپ په دې ناسته کې د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو د پایلو په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ دغه عملیات «د هغه سرطان له منځه وړل» بللي چې د ده په وینا «ټول یې ګواښل.»
خو نوموړي په همدې غونډه کې دا هم ویلي چې په تهران کې داسې مشخص
چارواکی نه دی پاتې چې د تسلیمېدو اعلان وکړي او زیاته کړې یې ده:
«هیڅوک نه پوهېږي چې مشر څوک دی.»
په همدې حال کې راپورونه ښيي چې ایران هڅه کوي د هرمز تنګي په سیمه کې د فشار په زیاتولو سره خپل دریځ پیاوړی کړي. دغه تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد لپاره یو مهم مسیر بلل کېږي او په وروستیو کې پر نفت وړونکو کښتیو بریدونو د نفتو بیې لوړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د همدې پېښو له امله د نفتو بیه له یو سل ډالرو څخه د هر بېرل لپاره لوړه شوې ده.
اکسیوس همدارنګه لیکلي چې د اوو سترو صنعتي هېوادونو نورو مشرانو له ټرمپ څخه غوښتي چې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي او د هرمز تنګي امنیت تضمین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه څوارلسمې ورځې ته داخله شوې او د دې جګړې د اقتصادي او امنیتي پایلو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.