د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.
د اعلامیې له مخې، متقي د طالبانو پر اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی له سیمې هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د باور او متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.
هغه همدارنګه پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د خپلو خلکو او حاکمیت د دفاع حق لري، خو په عین وخت کې د کړکېچونو د حل لپاره له سیاسي حللارې او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي چې پوځي حللاره نه شي کولای ستونزې حل کړي او باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم لاره غوره شي.
د وانګ يي په وینا، چین چمتو دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور د رامنځته کولو او د کړکېچ د کمولو لپاره رغنده رول ولوبوي.