د طالبانو د دفاع وزارت په رسمي ډول منلې چې د «ردالظلم» عملیاتو په لړ کې یې د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد د فیضاباد په سیمه کې د پوځ یو مهم مرکز په نښه کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی او د پوځي رژیم د «حمزه» په نوم د یاد مرکز قومنداني او نور مهم تاسیسات په دقیق ډول هدف ګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو بریدونو له امله د پاکستاني ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، خو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله ترار ادعا کړې چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له پیل راهیسې تر اوسه ۶۶۳ د طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي وژل شوي او له ۸۸۷ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
ترار د جمعې په ورځ، د حوت ۲۲مه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د دغو جګړو په ترڅ کې ۲۴۹ پوستې ویجاړې شوې، ۴۴ پوستې نیول شوې او همدارنګه ۲۲۴ ټانکونه، زغرهوال موټر او توپخانه هم له منځه وړل شوې دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې د «فتنهالخوارج» اصطلاح هم کارولې، چې پاکستاني چارواکي یې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) لپاره کاروي.