د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطأالله ترار ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو دوه بېپیلوټه الوتکې چې د ده په وینا د وسلوالو له لوري چلول کېدې، شنډې کړې او د طالبانو هغه ادعا یې رد کړې چې ګواکې د پاکستان پر یوه پوځي مرکز یې برید کړی دی.
ترار په ټولنیزې شبکې ایکس کې ویلي چې دغه ډرونونه د برېښنايي ضد اقداماتو په وسیله ودرول شول او تر هدف ته رسېدو مخکې نسکور کړل شول.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې هېڅ پوځي یا بله بنسټیزه زیربنا نه ده په نښه شوې او یوازې د نسکور شوو ډرونونو د ټوټو له امله لږ زیان اوښتی دی.
د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د اسلاماباد د فیضاباد په سیمه کې یې د پاکستان پر یوه پوځي تاسیسات د ډرون بریدونه کړي او ادعا یې کړې وه چې په پایله کې یې پوځي زیربناوو ته درانه زیانونه اوښتې او مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستیو ورځو کې کړکېچ زیات شوی او دواړه لوري د پولې دواړو غاړو ته د بریدونو او پوځي عملیاتو په اړه یو بل ته متضادې ادعاوې کوي.