Search

پاکستان وایي تېره شپه یې کابل او ننګرهار کې د طالبانو پوځي تاسیسات په نښه کړي

News image
26 کب 1404 - 10:30
کابل ټربیون - د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار وایي، د دغه هېواد پوځ د افغانستان په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو د وسلو هغه زېرمې په نښه کړي چې د هغه په خبره، "د وسله والو لاسونو ته لوېدلې."

ترار ویلي چې دغو بریدونو کې پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې ننګرهار کې هم پر څلورو پوځي مرکزونو بریدونه شوي دي.

خو طالبان ادعا کوي چې دغو بریدونو کې د روږدو د درملنې یو روغتون په نښه شوی او سلګونه تنو ته پکې مرګز ژوبله اوښتې ده.