Search

د افغانستان لپاره د برېټانیا استازی: د ملکي مرګ‌ژوبلې زیاتوالی د ژورې اندېښنې وړ دی

News image
26 کب 1404 - 22:02
کابل ټریبون - د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د ملکي تلفاتو زیاتوالی، په ځانګړې توګه په کابل کې شپنې بریدونه، ډېر د اندېښنې وړ دي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د کب په ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ملکي وګړي د دغو نښتو تر ټولو ستر زیان ویني او ډېره بیه پرې کوي.

لینډسي همدارنګه ټینګار کړی چې باید تاوتریخوالی کم شي، له ملکي وګړو د زیان مخنیوی وشي او ښکېل لوري خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې، د طالبانو د شمېرو له مخې، په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید له امله د وژل شویو شمېر ۴۰۰ کسانو ته رسېدلی او ۲۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.