Search

طالبان وایي تېره ورځ ۸۷ افغان کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوي

News image
27 کب 1404 - 11:40
کابل ټربیون - د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی چې تېره روځ (سه شنبه) ۸۷ افغان کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې دي.
دغه کورنۍ د نیمروز له ورېښمو لارې، د هرات له اسلام کلا او د کندهار له سپين بولدک هېواد ته راغلې دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې یوازې له پاکستانه ۲.۸ میلیونه افغان کورنۍ راستنې کړای شوې دي.
پر ایران هم د امریکا او اسراییل تر بریدونو وروسته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.