د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (چهارشنبې، د کب په ۲۷مه)په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو امنیتي او دفاعي ځواکونه به د اختر د ورځو په مناسبت د پاکستان پر وړاندې دفاعي عملیات په لنډمهاله توګه وځنډوي.
مجاهد زیاته کړې چې دغه پرېکړه د کوچني اختر د لمانځنې او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په ګډون د څو هېوادونو، د غوښتنو په غبرګون کې شوې ده.