یاد ریاست ویلي چې سبا دوشنبې (د وري په ۲مه) د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو ورښتونو احتمال شته چې د سالنګ کوتل په ګډون، د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، فاریاب، بلخ، سمنګان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه، شامل دي.
د اټکلونو له مخې، د باران او واورې اندازه به له ۱۰ تر ۳۰ میليمترو وي. همدارنګه، د هېواد په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي سیمو کې د ۱۵ تر ۷۵ کیلومتره په ساعت چټکۍ سره د قوي بادونو اټکل شوی دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې په تودو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راتلو احتمال شته او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او له غیر ضروري سفرونو، په ځانګړې توګه په غرنیو لارو کې، ډډه وکړي.