کابل ټربیون - د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي چې افغانستان کې د اوبو د کمښت ناورین د پراخېدو په حال کې دی او د ډېری کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرول ګران شوي دي.
دغه بنسټ په یوه راپور کې لیکلي چې د اوبو کمښت د معیشت او روغتیا په ګډون د خلکو د ژوند پر بېلابېلو برخو اغېز کوي او د وچکالۍ، د ورښتو کمښت، د وګړو ناڅاپي زیاتوالي، د کډوالو راستنېدو او تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کموالي د اوبو پر سرچینو فشار راوړی دی.
په لیرې پرتو سیمو کې کورنۍ اړې دي چې د اوبو برابرولو لپاره ډېر واټن ووهي او د دغه وضعیت ډېر فشار هم د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. د کابل، بلخ او کندهار په څېر لوی ښارونه هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې دغه راز ویلي چې تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره د ۹۳۵زره کسانو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي اسانه کړی دی.
دې بنسټ زیاته کړې چې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي بلکې، د دې ناورین د همیشني حل لپاره پراخې پانګونې، د اوبو سرچینو ښه مدیریت او د دولتي ادارو همکارۍ ته اړتیا ده.