Search

اسحاق ډار: پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه له "ترهګرۍ" سره د مبارزې برخه ده

News image
3 وری 1405 - 12:00
کابل ټربیون - د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار وایي، افغانستان کې یې وروستي بریدونه له "ترهګرۍ" سره د مبارزې یوه برخه ده.
اسحاق ډار د پاکستان ملي ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوڅ بېلتون غوښتونکی پوځ د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او پاکستاني ځواکونو د دوی پر وړاندې ډېرې "قربانۍ" ورکړې دي.
پاکستان په دې وروستیو کې پر طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي او پلوڅ پوځ ملاتړ کوي خو طالبانو دا رد کړې ده.
دغه ترینګلتیاوې بیا وروستۍ یوې میاشت کې پر سله‌والو شخړو بدلې شوي چې پاکستان بیا بیا پر افغان خاوره هوایي بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دغو بریدونو کې یې د ټي ټي پي او نورو وسله‌والو ډلو مرکزونه په نښه کړي خو یوناما بیا په دې بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړي دي.