Search

ایراني رسنۍ: له امریکا سره د کړکېچ د کمولو هڅې روانې دي؛ واشنګټن باید مستقیم رول ولوبوي

News image
3 وری 1405 - 18:29
کابل ټریبون - د ایران مهر خبري اژانس، نن (دوشنبې، د وري په ۳مه)د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې له امریکا سره د کړکېچ د کمولو لپاره ځینې هڅې روانې دي؛ خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن باید په هر ډول ډیپلوماټیک بهیر کې اصلي لوری وي.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي چې دغه هڅې د سیمې د ځينو لوبغاړو له لارې اسانه کېږي او موخه یې د شخړې کمول دي. تهران یو ځل بیا ټینګار کړی چې جګړه یې نه‌ده پیل کړې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو یا غیرمستقیمو اړیکو په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې واشنګټن او تهران «رغنده خبرې» کړې دي؛ خو ایراني چارواکو ځینې وخت د مستقیمو خبرو شتون رد کړی دی.

دا پرمختګونه ښيي چې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه لا هم نامعلوم حالت شته، په داسې حال کې چې سیمه‌ییز او نړۍوال لوري د تاوتریخوالي د کمولو هڅې روانې ساتي.