د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یو امریکایي تبعه، ډینس کویل، د کوچني اختر په مناسبت له بند څخه خوشې شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، نوموړی د افغانستان له قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوی و، خو د کورنۍ د غوښتنې او د طالبانو د سترې محکمې له پرېکړې وروسته خوشې او په کابل کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
طالبانو ویلي، دا اقدام یې د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ کړی او هیله لري چې د هېوادونو ترمنځ به د باور فضا پیاوړې شي.
بلخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، په کابل کې د زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو د سفیر او د بندي له کورنۍ سره په لیدنه کې ویلي چې بهرني وګړي د سیاسي موخو لپاره نه نیول کېږي، بلکې د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.
په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو او قطر د همکارۍ مننه هم شوې ده.
په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالتونو په وروستیو کې ټینګار کړی چې پاتې امریکایي اتباع باید ژر تر ژره خوشې شي او دا موضوع یې له طالبانو سره د تعامل مهمه برخه بللې ده.