د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند، احمدالله انس، د سېشنبې په ورځ (د وري په ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو رخصتیو په موده کې په ټول ولایت کې ۲۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړې چې ډېری دغه پېښې د لوګر–کابل او لوګر–پکتیا پر لویو لارو رامنځته شوې دي او عمده لاملونه یې چټک موټر چلول، بېاحتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول دي.
د طالبانو ځایي مسوولانو له موټرچلوونکو غوښتي چې د ټرافیکي اصولو په رعایت او زیات احتیاط سره دې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.