کابل ټربیون - هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، دغه پېښه تېره شپه د بارانونو له امله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې شپږ تنه نور ټپيان شوي او د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه راز پېښې تر ډېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پېښېږي او لامل یې هم غیر معیاري او د پېښو پر وړاندې د مقاومت نه درلودونکو استوګنځایونو جوړول بلل شوي دي.