Search

د «‌ډان» ورځپاڼې راپور: پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی

News image
5 وری 1405 - 20:49
کابل ټریبون — د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان د امریکا یو وړاندیز ایران ته رسولی او شونې ده چې پاکستان یا ترکیه د خلیج په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو کوربتوب وکړي.

دغې رسنۍ د چهارشنبې په ورځ( د وري په ۵مه) د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي چې دا اقدام د تهران له لوري د ډیپلوماټیکو حل‌لارو د ارزونې له محدودو نښو څخه دی، که څه هم ایران په رسمي ډول د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د وړاندیز جزییات نه‌دي افشا شوي؛ خو ځینو اسراییلي سرچینو ویلي چې په دې طرحه کې د یورانیمو د بډایه‌کولو درول، د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام محدودول او د سیمه‌ییزو متحدینو ملاتړ پای ته رسول شامل دي.

په همدې حال کې، رضا امیري مقدم په پاکستان کې د ایران سفیر، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول مستقیمې یا غیرمستقیمې خبرې نه‌دي شوي؛ خو زیاته کړې یې ده چې دوست هېوادونه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له دواړو خواوو سره په اړیکه کې دي.

ورپسې، د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف هم وړاندیز کړی که‌چېرې دواړه لوري موافقه وکړي، اسلام‌اباد چمتو دی چې د دغه کړکېچ د حل لپاره د «مانادارو او وروستیو» خبرو اترو کوربتوب وکړي.

همدارنګه، د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم د پاکستان له دې وړاندیزه هرکلی کړی او دا یې «پر وخت او رغنده» بللی دی.

هغه له امریکا او ایرانه غوښتي چې دغه نوښت ته په مثبت نظر ځواب ووایي او ټینګار یې کړی چې لا هم د ډیپلوماسۍ لپاره فرصت شته.

د ډان د راپور له مخې، په وروستیو ورځو کې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي او د پاکستان چارواکي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون، له خپلو ایراني سیالانو سره پرله‌پسې اړیکې نیولي دي.

همدارنګه، شهباز شریف څو ځله د ایران له ولسمشر مسعود پژشکیان سره خبرې کړې دي.

دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.