Search

له ۴۰۰ زیات افغانان د پاکستان له بندخونو را خوشې شول

News image
6 وری 1405 - 10:06
کابل ټربیون - د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۴۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو راخوشې شوي او نن (پنجشنبه، د وري ۶مه) هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو په بند کې پاتې شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې یاد کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
که څه هم د دې کسانو د بندي کېدو لامل نه دی ښودل شوی خو پاکستان کې ډېری افغان کډوال د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول کیږي.