د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي چې د تورخم دروازه د افغان کډوالو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا لاره یوازې د افغان مهاجرینو د تګ راتګ لپاره فعاله شوې، څو د هغوی منظم او خوندي تګ راتګ یقیني شي.
تر دې وړاندې چارواکو اعلان کړی و چې دروازه به د ټاکلي وخت له مخې پرانستل شي.