Search

قطر افغانستان کې د امریکایي وګړي خوشې کېدل وستایل

News image
6 وری 1405 - 18:07
کابل ټربیون - په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې دغه هېواد د امریکایي وګړي ډېنس کویل خوشې کېدل، چې د طالبانو له لوري د بشري دلایلو پر بنسټ ترسره شوي، هرکلی کوي.

سفارت دا اقدام د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان له لوري د نېک نیت یوه نښه بللې ده.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، قطر خوښ دی چې د بشري هڅو برخه وه او د نوموړي د خوشې کېدو په اسانتیا برابرولو کې یې مرسته کړې ده.

قطر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نړۍوالو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دی، څو شخړې حل او په سیمه او له هغې هاخوا ثبات ته وده ورکړل شي.