Search

امریکايي ډالر تر دې وروسته د ټرمپ په لاسلیک سره چاپ کیږي

News image
7 وری 1405 - 10:35
کابل ټربیون - د امریکا د خزانې وزارت وايي، د سږ کال له اوړي به د دغه هېواد بانک‌نوټونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسلیک سره چاپ شي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا سل ډالري بانک‌نوټونه به په راتلونکې جون میاشت کې د ټرمپ او د امریکا د خزانې د وزیر سکاټ بسنټ په لاسلیک چاپ شي.
دا اقدام د امریکا د خپلواکۍ له ۲۵۰مې کلیزې سره سم ترسره کیږي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د بانک‌نوټونو ټولیز جوړښت کې بدلون نه راځي، بلکې یوازې لاسلیک یې نوی کیږي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا د برحاله ولسمشر لاسلیک پر بانک‌نوټونو چاپ کیږي.