Search

له پاکستانه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل؛ یونیسف د بشري کړکېچ د ژورېدو خبرداری ورکړی

News image
7 وری 1405 - 16:20

یونیسف وایي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له پاکستانه افغانستان ته تر ۱۶۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي.

یاد بنسټ د جمعې په ورځ (۷ حمل) په خپل راپور کې ویلي چې اټکل کېږي پاکستان د اسناد لرونکو او بې‌اسناده وګړو په ګډون شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغان کډوال مېشت لري، او ښايي د هغوی یو لوی شمېر بېرته هېواد ته ستانه شي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان له یوه پېچلي او څو اړخیز بشري کړکېچ سره مخ دی، چې پکې د پاکستان سره د نښتو له امله بې‌ځایه کېدل، د کډوالو زیات بېرته ستنېدل، او له ایران څخه د نږدې دوو میلیونو کسانو د احتمالي ستنېدو ګواښ شامل دی.

د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله، ویجاړۍ او پراخې بې‌ځایه کېدنې رامنځته کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې د دلوې میاشتې له وروستیو څخه د کب تر نیمايي پورې ۲۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي، چې پکې ۷۶ کسان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي، او له نیمایي ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

راپور زیاتوي چې نږدې ۱۱۵ زره کسان تازه بې‌ځایه شوي، که څه هم د دې شمېرې د کره‌والي ارزونه لا هم روانه ده.

یونیسف خبرداری ورکړی چې له ایران څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل یو بل جدي ګواښ دی، او دغه بنسټ د داسې حالت لپاره بېړنی پلان چمتو کړی دی.

د راپور له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي.

یونیسف همداراز ویلي چې د دې وضعیت د مهار لپاره ۹۴۹ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري، څو وکولای شي شاوخوا ۱۲ میلیونو کسانو ته، چې پکې ۶.۵ میلیونه ماشومان هم شامل دي، حیاتي مرستې ورسوي.