ګارډین د سعودي استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې سعودي عربستان له متحده ایالات غوښتي څو پر ایران خپل بریدونه زیات کړي، او هممهاله د جګړې سره د مستقیم یوځای کېدو امکان هم ارزوي.
د راپور له مخې، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ایران پر ضد جګړه ونه دروي او دا وضعیت یې د منځني ختیځ د معادلو د بدلون لپاره «تاریخي فرصت» بللی دی.
سرچینې وایي، ریاض نه یوازې د بریدونو د دوام غوښتنه کړې، بلکې د لا زیاتېدو ټینګار یې هم کړی دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې د سعودي ولیعهد «یو جنګیالی» بللی و.
سره له دې، تر اوسه د سعودي عربستان د مستقیم پوځي ګډون په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی، خو شنونکي وایي که د سولې هڅې، په ځانګړي ډول د پاکستان نوښت، ناکام شي، د ریاض د ورګډېدو احتمال به زیات شي.
راپور زیاتوي چې سعودي عربستان هڅه کړې له مستقیمې جګړې ډډه وکړي، خو په عین حال کې یې ټول انتخابونه پرانیستي پرېښي دي.
کارپوهان وایي، وروستۍ پرېکړه تر ډېره د ایران پر تګلارې پورې تړلې ده.
همداراز ویل شوي چې د ایران له لوري پر سعودي د تېلو پر تاسیساتو، په ځانګړي ډول د ینبع پر تصفیې خونې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو، د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
ګارډین خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د نوو لوبغاړو احتمالي ورګډېدل ښايي د سیمې پر ثبات او د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو پراخې اغېزې ولري.