د هرات د طالبانو مسؤلینو ویلي چې له سبا (شنبه) راهیسې به بهرني بار وړونکي وسایط پرته له ویزې او «رودپاس» د اسلامقلعه سرحد ته ننوتلی شي او د مالونو د تخلیې وروسته بیرته خپلو اصلي هدف ځایونو ته ستانه شي.
د هرات د طالبانو د والي ویاند، محمد یوسف سعیدی د جمعې په ورځ (۷ حمل) په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دې طرحې عملي کېدل کولای شي د ترانسپورت کرایه راټیټه کړي، د توکو قیمتونه کم کړي او د ورځني کار فرصتونه د یوه زر څخه زیات کسانو لپاره برابر کړي.
د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د هرات د طالبانو والي، اسلامجار په مشرۍ یوه غونډه جوړه شوه او په کې د اړوندو ادارو استازو لکه د بهرنیو چارو وزارت، ګمرک، ترانسپورت او د اسلامقلعه کمېسارۍ ګډون درلود.
په دې غونډه کې د دې فرمان د غوره تطبیق څرنګوالی وڅیړل شو او محلي چارواکو د عملي کولو اړین لارښوونې ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ایران او طالبان پراخ تجارتي اړیکې لري، او طالبانو ویلي چې سره له دې چې په ایران کې نښتې روانې دي، د سوداګرۍ بهیر لا هم روان دی.
خو وروستیو نښتو او د تېلو د نرخ لوړوالي د افغانستان په بازار کې د اساسي توکو پر قیمتونو هم اغېز کړی دی.