په مسکو کې د طالبانو سفارت پر اېکس لیکلي چې د کوربه هېواد له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، اووه تنه افغان بندیان چې د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله نیول شوي وو، د اړینو حقوقي او اداري مرحلو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د یاد سفارت په وینا، دغه کسان د «توقیف» په حالت کې وو او له قانوني
بهیر تر تېرېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شول.
سفارت زیاته کړې چې هڅه کوي د افغانانو، په ځانګړي ډول د بندیانو،
ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د خوشې کېدو او بېرته ستنېدو لپاره خپلې
ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې وساتي.