د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي، په افغانستان کې روان پوځي
عملیات کوم ټاکلی مهالویش نه لري او تر هغې به دوام وکړي چې ټاکلې موخې پوره شي.
هغه له جیونیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، که څه هم پاکستان خپل
فشار زیات کړی، خو لا هم هغه هدفونه چې د دغو عملیاتو لپاره ټاکل شوي، نه دي بشپړ
شوي. د هغه په وینا، دا لا روښانه نه ده چې په اوږدمهال کې به وضعیت کوم لور ته
ولاړ شي.
خواجه اصف زیاته کړې چې د نړیوالو پام اوس مهال د منځني ختیځ او ایران
پر روانو نښتو متمرکز دی، چې دا موضوع د سیمې پر نورو کړکېچونو هم اغېز لري.
د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره د سیمهییزو
هڅو په اړه، هغه وویل چې قطر او ترکیه په ډیپلوماټیکه کچه منځګړیتوب کړی او امکان
شته چې چین هم په دې برخه کې مهم رول ولوبوي. د هغه په خبره، چین په افغانستان کې
پانګونې لري او هلته یې اقتصادي فعالیتونه روان دي.
له بلې خوا، د پاکستان او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې کړکېچ
زیات شوی، او دواړو لورو د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر یو بل بریدونه کړي دي.
پاکستان د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو پر وړاندې د جېټ الوتکو بریدونه کړي، په
داسې حال کې چې طالبانو ادعا کړې چې د ډرون الوتکو په وسیله یې په راولپندي او اسلاماباد
کې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې په دغو نښتو کې ډېری
قربانیان ملکي افغانان دي او تر دې دمه سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. سره
له دې چې قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین د کړکېچ د حل هڅې کړې، خو تر اوسه یې
کومه پایله نه ده ورکړې.
بلخوا، د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو په یوې ګډې اعلامیې کې له
کابل او اسلاماباده غوښتي چې اوربند تر لوی اختره وغځوي او خپل اختلافات د خبرو
اترو له لارې حل کړي.