کابل ټربیون - طالبان وایي، افغانستان کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور سراسري ازموینه د راتلونکې غویي میاشتې په ۲۱مه پيلیږي.
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني وایي، سږنی کانکور په څلورو دورو کې ترسره کیږي چي لومړۍ به یې په ۱۵ ولایتونو کې د غویي په ۲۱مه، دویمه هم ۱۸ ولایتونو کې د غویي په ۲۸مه، درېیمه په کابل کې د غبرګولي په ۱۲مه او وروستۍ دوره هم د غبرګولي په ۲۲مه په متفرقه توګه ترسره کیږي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان په دولتي پوهنتونو کې به سږ کال ۷۴ زره او ۵۰۵ تنه جذب شي په داسې حال کې چې کانکور ازموینې ته شاوخوا ۱۲۰ زره تنو نوملیکنه کړې ده.
خو حقاني زیاته کړې چې په ټوله کې به سږ کال لوړو او نیمه لوړو زدهکړو ته له کانکور ازموینې ۱۱۱ زره او ۸۸۵ تنه جذب شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له بیا راستنېدو وروسته پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونیز بندیز لګولی کانکور کې هم د ګډون اجازه نه ورکوي.