Search

ننګرهار کې د کورونو د چت لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او درې نور ټپيان دي

News image
10 وری 1405 - 10:42
کابل ټربیون - ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د دغه ولایت په غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د دوو کورونو د چت لوېدو په پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او د ماشومانو په ګډون ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له وړمې ورځې راهیسې ورښتونه پيل شوي چې له امله یې ځینو ولایتونو کې سېلابونه هم راوتلي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو مسوولینو تېره ورځ (یکشنبه) ویلي و چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.