Search

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو د بحث لپاره سبا چین ته سفر کوي

News image
10 وری 1405 - 18:31
کابل ټریبون - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، محمد اسحاق ډار، د وانګ يي په بلنه سبا (سې‌سنبې د وري په۱۱مه) چین ته سفر کوي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د وري په ۱۰مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان او چین د «هر اړخیزې همکارۍ سټراټېژیکه ملګرتیا» لري، چې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه له نږدې همغږۍ او منظمې سلا مشورې سره مل ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا سفر به دواړو لورو ته ښه فرصت برابر کړي، څو د سیمه‌ییزو بدلونونو او همداراز د دوه‌اړخیزو او نړۍوالو ګډو مسایلو په اړه ژورې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د محمد اسحاق ډار دا سفر، سره له دې چې ډاکټرانو هغه ته د تېرې ورځې د اوږې د سپک ټپ له امله د استراحت سپارښتنه کړې، له چین سره د اړیکو اهمیت ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تېره ورځ د سعودي عربستان، ترکیه او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه و، او هغوی د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د خبرو اترو د کوربتوب لپاره خپله چمتووالی هم اعلان کړی دی.