Search

منځني ختیځ ته زرګونه نور امریکایي سرتېري هم رسېدلي

News image
11 وری 1405 - 08:37
کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د هوایي ځواک په ګډون زرګونه نور سرتېري منځني ختیځ ته رسېدلي او له هغه امریکایي ځواکونو سره یوځای شوي چې له وړاندې دغې سیمې ته لېږدول شوي وو.
راپور کې راغلي چې یوازې تېره اوونۍ ۲ زره او ۵۰۰ امریکایي ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې اسوشیټډ پرس د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې امریکا ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.