Search

طالبان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

News image
11 وری 1405 - 20:31
کابل ټریبون - د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښوېدنې او تندر له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د دغې ادارې ویاند، یوسف حماد، د سې‌شنبې په ورځ (د وري په۱۱مه) پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، دایکندي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، زابل، روزګان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنګان، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

د هغه په وینا، په دغو پېښو کې ۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۴۲۶ کورونه نیمه ویجاړ شوي او ۱۶ دوکانونه هم زیانمن شوي دي.
حماد ادعا کړې، چې د زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو وېش پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدې ادارې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله د ۲۸ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.