Search

عراقچي: د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ راز مذاکرات نشته

News image
12 وری 1405 - 10:36
کابل ټربیون - د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي الجزیرې ته ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هېڅ راز مذاکرات نشته او په دې اړه یې راپورونه رد کړي دي.
د هغه په خبره، د تهران او واشنګټن ترمنځ یوازې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ځینې پېغامونه تبادله کیږي خو په خبره یې، دا پېغامونه هم د "خبرداریو" دي او مذاکرات نه بلل کیږي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښایي په دوو یا درېیو اوونیو کې پر ایران بریدونه پایته ورسوي او ایران اړ نه دی چې مذاکرات وکړي.