خو ټرمپ په دې اړه هېڅ هم ونه ویل چې دا جګړه به څنګه او کله پایته رسول کیږي.
د امریکا ولسمشر په دې وینا کې د ایران د یورانیمو او هرمز تنګي د مهمو موضوعاتو په اړه هېڅ هم ونه ویل، هغه موضوع چې خلکو یې په اړه د جزییاتو تمه لرله.
ډونالډ ټرمپ ویلي چې هرمز تنګی به د جګړې له پایته رسېدو وروسته خپله خلاص شي.
د ټرمپ تر وینا وروسته په نړۍوال بازار کې د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او د خلکو په منځ کې د جګړې د اوږدېدو اندېښنې زیاتې شوې.