کابل ټربیون - د طالبانو ستره محکمه په یوه خبرپاڼه کې وایي، بلخ کې نن (پڼجشنبه) یوه کس ته د "لواطت" په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس ۳۰ درې وهل شوی او په دوو کلونو تنفیذي بند محکوم شوی دی.
طالبانو افغانستان کې له بیا واکمنۍ راهیسې تل په عام محضر کې پر خلکو د تعزیري سزا حکمونه پلي کړي او دغه اقدام د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.