د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې د دغه هېواد په منځګړیتوب په منظم ډول پر مخ روانې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې بیجینګ د دغو خبرو د اسانتیا چارې پر مخ وړي او دواړو لورو د چین له منځګړیتوب هرکلی کړی دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان ډان ورځپاڼه هم دا خبرې د وروستیو نښتو له پیل وروسته د دواړو لورو ترمنځ لومړنی مهم ډیپلوماټیک تعامل بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو چارواکو تایید کړه، چې د دواړو لورو پلاوي د خبرو لپاره چین ته تللي دي.