Search

کابل کې د ایران سفارت له افغان ډاکټرانو غوښتي چې د پزشکیان د غوښتنې ملاتړ وکړي

News image
15 وری 1405 - 09:53
کابل ټربیون - کابل کې د ایران سفارت له افغان ډاکټرانو غوښتي چې د دغه هېواد د ولسمشر مسعود پزشکیان د هغې غوښتنې ملاتړ وکړي چې د خوړو پر نړۍوال سازمان، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې، بې پولې ډاکټرانو او د نړۍ پر ټولو ډاکټرانو یې غږ کړی چې ایران کې پر روغتیايي مرکزونو د امریکا او اسراییل بریدونه وغندلي.
پزشکیان ویلي چې پر روغتونونو برید "جنګي جنایت" بلل کیږي.
راپورونه وایي چې امریکا او اسراییل په خپلو وروستیو بریدونو کې ایران کې د "پاستور" په نوم یو څېړنیز مرکز په نښه کړی دی.