کابل ټربیون - د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د طالبانو کمیسیون وایي، تېره (جمعه، د وري ۱۳مه) ۵۴۳ افغان کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې دي.
دغه کورنۍ له تورخم، سپين بولدک او اسلام کلا لارو هېواد ته راغلې دي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي و چې یوازې ۱۱ سلنې دا راستنېدونکي د کسب خاوندان دي.
په دې وروستیو کې ایران کې د جګړې له امله د افغان راستنېدونکو شمېر زیات شوی په داسې حال کې چې پاکستان هم د راستنېدونکو پر مخ د تورخم دروازه پرانیستې ده او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان راستنیږي.