کابل ټربیون - د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د طالبانو کمیسیون وایي، ۴۲۹ افغان کورنۍ تېره ورځ (یکشنبه) له ایران او پاکستانه راستنې شوې دي.
دا کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راغلې دي.
وړمه ورځ هم نږدې ۳۰۰ کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې وې.
سیمه کې د وروستیو ترینګلتیاو له امله افغان کډوال تر ډېره په داوطلبانه ډوله له ایرانه راستنیږي او پاکستان هم له طالبانو سره تر وروستیو نښتو له امله د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.