Search

ملګرو ملتونو د جاپان په همکارۍ کندهار او هلمند کې د اوبو بندونه جوړ کړي

News image
17 وری 1405 - 10:37
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، د جاپان د نړۍوالو همکاریو اژانس په مرسته یې هلمند او کندهار کې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې وروستیو ورښتونو دغه بندونه ډک کړي او اوبه یې د خلکو ګټې اخیستنې لپاره خوشې کړې دي.
د دې بندونو د جوړولو موخه د اوبو د زېرمه کول، د سېلابونو د ګواښ کمول او د وچکالۍ پر وړاندې د کرنیزې ځمکې پياوړتیا بلل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې بندونو سره به د افغانستان په سویل کې قانوني کرنه او د کورنیو اقتصادي مقاومت لا زیات شي.