کابل ټریبون - د ایمرجنسي روغتون وایي چې یوې ښځې د دغه روغتون په یوه زېږونتون کې پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي دي.
دغه روغتون د دوشنبې په ورځ( د وري په ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه ماشومان شاوخوا د ۳۰ اوونیو عمر لري، له وخته مخکې زېږېدلي دي؛ خو د هغوی او د مور روغتیايي حالت د قناعت وړ بلل شوی دی.
د روغتون مسوولانو هیله څرګنده کړې چې دا پنځه ماشومان به په راتلونکي کې په سوله او روغتیا کې لوی شي.