Search

ننګرهار کې د کورونو د چت لوېدو په پېښو کې ۸ تنه مړه شوي

News image
18 وری 1405 - 10:38
کابل ټربیون - د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په انګور باغ سیمه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۲ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د دغه ولایت د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک کلي کې هم د یوه کور د چت لوېدو له امله درې ښځې مړې شوې دي.
هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د دې پېښو لامل هم تر ډېره غیر معیاري کورونه بلل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ورښتې پيل شوی چې له امله یې د را وتلو سېلابونو له امله ۷۱ تنه مړه شوي دي.