دغې ادارې د سېشنبې په ورځ( د وري په ۱۸مه) په خپل راپور کې زیاته کړې چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د مرمیو ویشتلو، هوايي بریدونو او وسلهوالو نښتو له امله سلګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
اوچا ویلي چې د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې نږدې ۱۰۰ زره کسان د ناامنۍ او سختو محدودیتونو له امله بشري مرستو ته له لاسرسي محروم پاتې دي.
د راپور له مخې، په څو ولایتونو کې ۲۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي زیانمن شوي یا تړل شوي او لږ تر لږه ۳۴۵ کورونه هم ویجاړ شوي یا سخت زیان ورته اوښتی دی.
دغې ادارې همدارنګه ویلي سره له دې چې نښتې دوام لري، له ۳۴ زرو څخه ډېر کسان د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، بېړني سرپناه او نغدي مرستو په ګډون له بشري مرستو برخمن شوي دي.