Search

ایران کې د څه باندې دوه زره افغانانو هویت تایید او تذکرې ورکړل شوې دي

News image
18 وری 1405 - 18:21
کابل ټریبون - د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د ۲۰۲۵ لمریز کال په لړ کې، په ایران کې د ۲۰,۰۷۱ افغانانو هویتونه تایید شوي او هغوی ته افغاني تذکرې ورکړل شوې دي.

د دغې ادارې نن (سې‌شنبې، د وري په ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه افغانان د ایران په زاهدان او مشهد ښارونو کې ثبت شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ثبت بهیر روان دی چې په ایران کې د افغان اوسېدونکو هویتونه تایید او هغوی ته نورې تذکرې ورکړل شي.