کابل ټربیون - د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، پر ایران د بریدونو درولو لپاره د امریکا د پرېکړې ملاتړ کوي خو پر لبنان به بریدونو ته دوام ورکړي.
د نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې شرط پر ایران برید نه کوی چې ایران هرمز تنګی پرانیزي او پر اسراییل، امریکا او د سیمې پر نورو هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د دوو اوونیو اوربند اعلان کړ څو مذاکرات پيل کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایران هم منلې چې د راتلونکې جمعې پر ورځ په اسلاماباد کې د تهران او واشنګټن خبرې پيلیږي.