کابلټریبون - د ماشومانو د ساتنې سازمان وایي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۰ تنه، وژلي دي او د بارانونو د دوام له امله د تلفاتو د زیاتېدو اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، (د وري په ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې سېلابونه کولی شي په لنډ وخت کې د ماشومانو ژوند په بشپړ ډول بدل کړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره بېړنیو اقداماتو ته جدي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وري له شپږمې نېټې راهیسې تر اوسه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۴۸ کسان مړه شوي او ۲۱۶ نور ټپیان دي.