د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د امریکا سره د احتمالي خبرو اترو په درشل کې ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ لا هم د هوکړو ځینې مهم موارد عملي شوي نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په لبنان کې د اوربند ټینګښت او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل هغه مهم شرطونه دي، چې باید د خبرو له پیل مخکې پوره شي.
قالیباف ټینګار کړی، تر هغو چې یادې مسلې عملي نه شي، د خبرو اترو د پیل لپاره مناسب شرایط نه برابریږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې ده اسلامآباد سبا د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو کوربهتوب وکړي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د دواړو هېوادونو پلاوي پاکستان ته رسېدلي که نه.