کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې، د دې سېلابونو له امله نږدې سل تنه مړه شوي، ۱۸۰ تنه ژوبل دي او ګڼ شمېر نور نادرکه دي.
د دوجاریک په خبره، پر دې سربېره زرګونه کورونه ویجاړ شوي او مهمو زېربناو او کرنیزو ځمکو زیانونه لیدلي دي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې د سېلابونو له امله له ۱۶۰ زیات مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ نور ټبیان شوي دي.