کابل ټربیون - په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هرات کې پر ملکیانو د تېرې ورځې (جمعې) برید په کلکو ټکو غندلی دی.
فایق ویلي، دا ښیي چې لا هم افغانستان امن نه دی او افراطي ډلې اوس هم افغانستان کې فعالیت کوي او د برید توان لري.
هغه زیاته کړې چې د دغه راز بریدونو عاملین باید وپېژندل شي او حساب ورسره وشي.
د هرات په انجیل ولسوالۍ کې تېره ورځ وسلهوالو په یوه تفریحي سیمه کې پر ملکیانو ډزې کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.