د خوست ولایت کې د «لونګ» په نوم یوې ښوونیزې راډیو خپل نشرات د طالبانو له لوري ځنډول شوي دي.
د یادې راډیو مسؤل، حیاتالله صابر، کابل ټریبیون ته ویلي چې د طالبانو په پرېکړه د راډیو ټول نشرات درول شوي دي.
د هغه په وینا، دغه راډیو تعلیمي او ښوونیزې خپرونې وړاندې کولې، خو د نامعلوم دلیل له مخې بندې شوې ده.
صابر زیاته کړې چې د راډیو نشرات د خوست د پوهنې ریاست په امر او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسمي مکتوب پر بنسټ درول شوي دي.
بل لور ته، یوې سرچینې کابل ټریبیون ته ویلي چې دغه راډیو د نجونو د اړیکو په برخه کې د طالبانو اصول نه مراعتول او په خپلو خپرونو کې یې د نجونو اړیکې په ازاد ډول خپرولې.
د راډیو مسؤلینو له طالبانو غوښتي چې د دوی نشراتو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړي.