د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران بندرونو ته د تلونکو او له هغو څخه د وتونکو کښتیو پر وړاندې بندیز (بحري محدودیت) ولګوي.
ټرمپ په خپله ټروټ سوشل پاڼه لیکلي: «متحده ایالات به د اپرېل په ۱۳مه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو (د ختیځ وخت) د ایران بندرونو ته د تلونکو او له هغو څخه د وتونکو کښتیو محاصره/بندیز عملي کړي.!»
دغه اعلان داسې مهال شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې زیات شوی، او د دې راپور شوې پرېکړې د تطبیق په اړه د امریکا د دفاعي ادارو له لوري تر اوسه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د امریکا او ایران اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سمندري امنیت او د اټومي مذاکراتو د لانجو له امله سختې ترینګلې شوې دي. د هرمز تنګی چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، لا هم د نړیوالو اندېښنو مرکز پاتې دی.
پخوانۍ ډیپلوماټیکې هڅې څو ځله ناکامې شوې دي، او دواړو لورو د سیمهییزو پوځي او اقتصادي فشارونو په اړه یو بل ته خبرداري ورکړي دي.