Search

د نورستان کامدیش او برګمټال لویه لار بېرته پرانیستل شوه

News image
24 وری 1405 - 21:22

د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ لویه لار، چې نږدې دوه میاشتې د نښتو له امله تړل شوې وه، بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم نن دوشنبه د حمل په ۲۴مه ویلي، دا لاره د قومي مشرانو د خبرو په پایله کې پرانیستل شوې، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې له یو بل سره سلا مشورې کړې وې.

د نوموړي په وینا، اوس مهال ولسي او شخصي موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړې، د ستونزې د بشپړ حل لپاره خبرې لا هم روانې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دې لارې تړل کېدو د خلکو پر ورځني ژوند او روغتیايي خدمتونو منفي اغېز کړی و.